pdf

د عیسی (ع) طریقې


معلومات: عيسی مسیح او اسلام

د مذهبونو ترمنځ ډیالوګ:

دغه صفحه د لاښه پوهاوي او د مذهبونو ترمنځ د ډیالوګ په لاره کې، چې له ډېرو کالونو راپه دې خوا روان دی، یوه مرسته برابروي. دا تفسير د ټول اسلام د خصوصيت او سيرت د بيانولو په معنی نه دی. په اسلام کې هم بېلابېل مکتبونه شته.

قرانکریم او نور "کتابي مذهبونه":

اسلام د الله تعالی د رضا په وړاندې تسلیمېدلو ته وایي. داسې عقیده موجوده ده چې د اسلام سپېڅلی کتاب قرانکریم اسماني وحی ده چې د جبريل پرښتې په واسطه په حضرت محمد (ص) باندې نازل شوی دی. دغه پرښته د مقربې پرښتې په نامه یادېږي او په عیسویت کې هم مشهوره ده. بې له شکه چې قرانکریم د اسلام ترټولو ډېر مهم کتاب دی. نور رسمونه ("سنت"، یا په ساده ډول "عادت") د حضرت محمد (ص) ویناوې/حکایتونه د قرانکریم تفسیر بیانوي. تر دې چې پخپله یو پیغمبر هم یو بشر دی، نه خدای. سړی باید په پام کې ولري چې ډېر داسې مسلمانان هم شته چې له خپلو سپېڅلیو اسماني کتابونو سره لکه د عیسویانو په څېر چې د انجیل په هکله ډېر نه پوهېږي، ښه اشنا نه دي.

قرانکریم ځینې وختونه عیسویان او یهودیان نېغ په نېغه د "تاسو د اسماني کتابونو خاوندان..." (اهل کتاب)، لکه (د ۴ سورت ۱۷۱ ایت) او "تاسو د اسرائیل اولاده" په نومونو مخاطبوي. په دې توګه، کېدای شي چې هغوی د هغه څه په هکله چې په دغه کتاب کې لیکلي دي، علاقه ولري. له دې حقیقت سره سره چې ښایي اکثره یې د هغوی په خوښه برابر نه وي. په هرحال، مذهبي علوم د ټولو مذهبونو سپېڅلي کتابونه مطالعه کوي او د نورو ترڅنګ د هغو د تفسیر د تاریخي پرمختګ پلټنه کوي. البته سپېڅلي کتابونه باید په درناوي سره مطالعه شي. د قرانکریم په هکله د مسلمانو مبصرینو یوه برخه لیکي چې یو د قران اصل دی چې الله تعالی په لوح محفوظ کې ساتلی دی. یوازې سپېڅلي پرښتې او سپېڅلي پیغمبران هغه ته لاس رسی لري. یوه بله ډله بیا همدغه برخه داسې تحلیلوي چې په ځمکه باندې د قرانکریم لوستونکي باید په پاکۍ کې وي.

داسې ګڼل کېږي چې پیغمبر د یو وخت لپاره لېږل شوی دی، د داسې یو وخت لپاره چې پیغمبرانو ته اړتیا وه (۵ سورت، ۱۹ آیت). قرانکریم د محمد رسول الله (ص) په لارښوونو باندې ایمان لرونکي "مؤمنان"، "اهل کتاب" او "غیرمؤمن" خلک سره بېلوي. "اهل کتاب" په ځانګړې توګه یهودیانو او عیسویانو ته ویل شوي دي چې عقاید یې د مسلمانانو ترڅنګ په ورته رسمونو باندې ولاړ دي، ځینې وختونه هم ترې مراد زردشتیان (پارسیان؛ ۲۲ سورت، ۱۷ آیت) دي. قرانکریم د پیغمبرانو سلسله، چې ټول خپلو خلکو یا وخت ته د خدای په وحدانیت، د آخرت په ورځ او لمانځه باندې د ایمان راوړلو امر کوي، مني (لکه ۶ سورت، ۸۳-۹۲ آیتونه، ۷ سورت  ؛ ۴ سورت، ۱۳۶ آیت ). تر هغه ځایه چې د دغو مذهبونو پیروان په عمومي اساساتو باندې عقیده لري قرانکریم ورته غیرمسلمان نه وايي (لکه ۵ سورت، ۴۸ آیت). د اسلام په لومړیو وختونو کې عیسویان او یهودیان دې ته نه مجبورېدل چې اسلام ته واوړي. د قرانکریم د لارښوونو په اساس "په دین کې جبر نشته" (۲ سورت، ۲۵۶ آیت). ابراهیم (ع) یو "حنیف" ګڼل کېږي چې په یوه خدای باندې عقیده لرل یې رامنځته کړل، لکه ځینې د دنیا تارکین یې چې لري.

الله د دخدای اسلامي نوم دی چې له اسلام څخه د وړاندې زمانې د عربي ژبې له "الاله" څخه اخیستل شوی دی او دا د سامي ژبې یو لفظ دی چې د ایلوهیم "Elohim" لفظ ته ورته منشاء لري او په عبراني کې د موسی (ع) په کتابونو کې د خدای له نومونو څخه یو دی.

"کافران" یا په ساده ژبه "پټوونکي" هغه مشرک بت پرستان ول چې د هغو پر ضد حضرت محمد (ص) په عربو کې جګړې وکړې او انجیل د هغو پرضد مخکې ترمخکې یهودیانو او عیسویانو ته خبر ورکړی وو. اوس په لویه کې اسلام هغو کسانو ته کافران وایي چې د خدای په وحدانیت او د آخرت په ورځ عقیده نه لري. ځینې وختونه دغه اصطلاح په غلطۍ سره د ټولو نامسلمانو خلکو لپاره کارول کېږي؛ ځینې وختونه حتی د بل مکتب د مسلمانو پیروانو لپاره کارول کېږي.

عیسی مسیح په قران کې:

دلته یادونه شوې ده چې قرانکریم عیسی (ع) د یوه پیغمبر، د خدای د رسول، د خدای "د کلمې" بلاکیف، او "د خدای د روح" (۴سورت، ۱۷۱ آیت) په توګه قبلوي. "هغه د آدم په څېر پیدا کړای شوی دی. " (۲، ۳، ۵... سورتونه). دا له هغه څه نه چې د الهیاتو ځینې عصري عیسوي پوهان یې قبلوي او عیسی (ع) ته یوازې د یوه ټولنیز مصلح په سترګه ګوري، ډېر زیات دي. عیسی (ع) د خدای زوی ګڼل، د محمد (ص) په زمانه کې عیسویانو دا ډېره طبیعي ګڼله، د تثلیث د وروستۍ عقیدې په مفهوم، د قرانکریم له خوا نه دي منل شوي.

داسې عیسویان، چې کولای یې شوای د هدف ټکي په داسې یوه طریقه سره روښانه کړي چې یو څوک به چې هغه وخت له بل ځای څخه راتلل پرې وپوهېږي ډېر لږ ول (لکه سورت ۶، ۱۰۱). په رومیان ۱:۴ کې ویل شوي دي چې عیسی (ع) د هغه په روحاني قوت کې د زوی په توګه ودرول شوی دی او په دې توګه هغه زېږېدلی نه دی. ښایي عیسویان له دې اسلامي عقیدې سره توافق ولري چې خدای نه له چا پیدا شوی دی او نه ترې څوک پیدا شوي دي خو عیسی (ع) یې خلق کړی دی. سربېره پر دې، د "logos" یوناني کلمه چې په بایبل کې د عیسی مسیح د اسماني رسالت د منشاء لپاره کارول شوې ده په انجیل کې د "کلمه" په توګه ژباړل شوې ده چې په قرانکریم کې د عیسی (ع) لپاره کارول شوې ده.

آیا په قرانکریم کې داسې رازونه شته چې تر اوسه پورې مسلمانانو یا عیسویانو به بشپړ ډول نه وي کشف کړي چې کېدای شي د اصطلاحاتو به هکله د بې ځایه جنګ جګړو سبب ګرځي؟ همدارنګه، چېرې چې عیسویان دغه لارښوونې په الفاظو کې وړاندې کوي، چې د یوې شرکي لارې په توګه پېژندل کېږي، دا پخپله د عیسی (ع) د لارښوونو په اساس نه دي. "پلار (خدای) ته زما په نامه (یعنې د عیسی په یادولو سره) دعا وکړﺉ"- بایبل، یوحنا ۱۵:۱۶. د عیسی (ع) په ژوند کې هر څه د خدای په لوري ورګرځېدل، هغه خدای چې عیسی (ع) خلک د هغه لور ته وربلل.

د "Logos" ټکی (چې یوه یوناني اصطلاح ده، د جان په انجیل کې "د خدای کلمه" یاده شوې ده، او دلته له مسیح سره تړل شوې ده) د پاریټ له خوا د قرانکریم په شوې الماني ژباړه کې د عیسی (ع) لپاره کارول شوی دی. د قرانکریم نور چاپونه یې د خدای د "اړیکې" یا د خدای د "امر" په بڼه پېژني ( ۱۳ سورت، ۲ او ۱۱ ایتونه *).

په قرانکریم کې عیسی (ع) داسې ګڼل کېږي "لکه ادم (ع)"، چې له ځمکې څخه پیدا کړای شوی وه (سورت ۳، ۵۹)؛ او د یوې پرښتې یادونه کېږي چې د خدای (ج) له روح څخه لېږل شوې وه چې عیسی (ع) خلق کړي (سورت ۱۹، ۱۷- ۲۲). عیسوي مفکوره هم په ورته ډول د یوې پرښتې یادونه کوي چې پېغلې مریم ته له سپېڅلي روح څخه د عیسی (ع) د زېږون خبر ورکوي. وړاندې، قرانکریم بیانوي چې عیسی (ع) د سپېڅلي روح/د یوازې والي د روح په واسطه غښتلی کړای شوی دی. (۵، ۱۱۰ سورت).

د قرانکریم په حواله، کوچني عیسی خپل راتګ اعلان کړ، (سورت ۱۹، ۳۳)؛ البته، کېدای شي قرانکریم دلته د هغه دویم ځل راتګ ته چې د قیامت په ورځ کېږي، اشاره کوي، چې هغه به د مؤمنانو له راپاڅېدلو سره راپاڅېږي، او دا ټکي په قران کې ډېر ځلې ذکر شوي دي. (وګورﺉ لاندې، سورت ۴، ۱۵۹). قرانکریم وایي چې عیسی (ع) خدای (ج) خپل ځان ته ژوندی ورپورته کړی دی (سورت ۴، ۱۵۷ ۱۵۹، سورت ۳، ۵۵).

مسلمانان او عیسویان د دې ټکي په هکله سره یوه خوله نه دي چې آیا عیسی (ع) په صلیب خېژول شوی دی، مړ شوی دی او که لکه چې عیسویان وایي اسمان ته له ختلو څخه وړاندې له مرګ څخه بچ کړای شوی دی، یا هم لکه مسلمانان چې عقیده لري، که خدای (ج) هغه ژوندی اسمان ته خېژولی دی. البته، دواړه په دې عقیده دي چې هغه د ختلو پر وخت "مړشوی" نه وو (بایبل بیانوي چې، هغه اسمان ته له تللو لږ وړاندې خپلو پیروانو ته خبرې وکړې.). په ۳ سورت، ۵۵ آیت او ۵ سورت، ۴۸ آیت کې ویل شوي دي، "... زه به هغه سوچه وګرځوم" او "... تاسو ټول به بېرته ماته راشئ، او زه (خدای) به د هغه څه په هکله فیصله وکړم چې تاسو په کې اختلاف درلود". نو عیسویان او مسلمانان ښایي د ځینې پاتې رازونو لپاره دحل لارې د راوتلو لپاره د جګړې کولو پر ځای صبر وکړي.

په قرانکریم کې د قیامت د ورځې او د مؤمنانو د بیاراپورته کېدلو یادونه شوې ده (لکه ۳۶ سورت ۷۷-۸۳ آیتونه؛ ۶۹سورت ۱۳-۳۷آیتونه؛ ۷۵، ۹۹ سورتونه). عیسی (ع) به هغه وخت بیا راشي، او په اسماني کتابونو باندې په ایمان لرونکو باندې به بیا شاهد وګرځي (۴سورت، ۱۵۹آیت ؛ وګورﺉ ۱۶سورت، ۸۹ آیت). هغوی - همدارنګه نامسلمانه خلک - چې په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لري، "او ښه عملونه کوي"، باید له قیامت څخه ونه وېرېږي (۲ سورت ۶۲آیت؛ ۴سورت، ۱۲۳-۱۲۴ آیتونه؛ ۷ سورت، ۱۷۰آیت). قرانکریم او انجیل شریف دواړه وایي چې قیامت قایمول د خدای (ج) کار دی، نه د انسانانو، پرته له دې چې هغوی دې عیسویان اوسي، مسلمانان دې اوسي یا یهودیان.

(د مذهبونو ترمنځ د دغه ډول مقایسې هدف د قرانکریم په صلاحیت شکمنتیا نه ده.)

اخلاقي اصول

د دغو درېوو ابراهیمي مذهبونو اخلاقي اصول هم یو له بل سره اړیکې لري. دغه حکمونه په قرانکریم کې هم راغلي دي، خو په ورته لاره نه دي سره پېیل شوي، مثلا په ۱۷ سورت کې ۲۲-۳۹ ایتونه؛ ۵ سورت، ۳۸-۴۰ ایتونه؛ ۲ سورت، ۱۸۸ آیت، ۴ سورت، ۱۳۵ آیت، ۲ سورت، ۱۹۵ آیت، او ۱۷ سورت، ۷۰ آیت (انساني وقار). د مثال په توګه، قرانکریم بې له استثنا د بې ګناه خلکو وژل منع کړي دي (۵ سورت، ۲۷-۳۲ ایتونه). د ګهاد "جهاد" اصطلاح یوازې د جنګ، مبارزې په معنی ده. د سپېڅلي جنګ "جهاد" معنی له قرانکریم څخه نه ده را اخیستل شوې، بلکې د محمد (ص) له ویناوو او شرعي مکتبونو څخه را اخیستل شوې ده. د خپل نفس او شرارت په وړاندې په پټه، د احساساتو او اخلاقو په پام کې نیولو سره مبارزه لوی جهاد ګڼل کېږي چې له ټولو بهرنیو ټکرونو څخه ډېر مهم دی. د عیسی (ع) دا لارښوونې مقایسه کړﺉ چې وایي، لومړی د یو چا سترګو ته په غور سره وګورﺉ- ډېرې بهرنۍ ستونزې به خپل بنیادونه له لاسه ورکړي. "د ژبې جهاد" د خپلې عقیدې په هکله په سوله ییز ډول خبرې کول دي. "د لاس جهاد" د مؤمن فعالیت، ښوونیز مثال وړاندې کوي. "د تورې جهاد" یا "وړوکي جهاد" ته یوازې هغه وخت اجازه ورکړای شوې ده چې په مسلمانانو باندې د حملې په صورت کې له هغوی څخه دفاع وشي (وګورﺉ د قرانکریم ۲ سورت، ۱۹۰ آیت). خو په قرانکریم کې د نورو مذهبونو په هکله یو څه "توندوالی" وجود لري (لکه ۴۸ سورت، ۲۹ آیت؛ ۴۷ سورت ۴ آیت).

همدارنګه پراخ دودیزحکمونه هم وجود لري، لکه له نامسلمانو خلکو سره د واده کولو د ممانعت په شمول د جنسونو ترمنځ اړیکې.

اسلام مشتمل دی پر: "اقرار کول چې، نشته دی هېڅ خدای مګر یو الله، او محمد د الله رسول دی"؛
هره ورځ د ټاکلیو لمونځونو ادا کول (۲ سورت، ۱۷۷ آیت)؛
هرکال د رمضان د میاشتې روژه نیول (۲ سورت، ۱۸۵ آیت)؛
په ژوند کې لږترلږه یوځل حج ته تلل (۲ سورت، ۱۹۶ آیت)؛
او "زکات"، مذهبي مرسته چې د اجتماعي هدفونو د ترسره کولو لپاره ورکول کېږي (۲ سورت، ۱۷۷ آیت).

دا مهال د اسلام داسې یو مرکزي مقام نشته چې د مذهبي- اخلاقي مسایلو په هکله پرېکړې وکړي. البته، د یوه لوی اکثریت معتبرو علماوو له خوا فتوی په مسلمانانو کې په پراخه کچه د منلو وړ ده.

(*) از ترجمۀ آلمانی قرآن توسط رودی پارِت، همراه با شماره گذاری مصری آن که در اکثر کشورهای اسلامی به آن استناد می شود، در این مقاله استفاده شده است. سایر مترجمان ممکن است شماره های متفاوتی به آیات داده باشند، بنابراین می توان مطالب نام برده شده را قبل یا بعد از شمارۀ آیه در همان سوره یافت. معنای متن های قرآنی با کمک قرآن آلمانی و نظرات عادل تئودور خوری که ترجمۀ ایشان مورد قبول مسلمانان است (مثلا توسط انامولاه خان، که در آن زمان دبیرکل کنگرۀ جهان اسلام بود) بررسی شده است. نظرات وی توجه خاصی به تفسیر سنتی مکاتب اسلامی دارد. دشواریهای ترجمه زبان عربی کهن قرآن اصلا ارتباطی با آنچه در فوق اشاره شد ندارد، و می توان آن را به روشنی درک نمود. همچنین "جنگهای صلیبی" قرون وسطی براساس دستورات انجیل صورت نگرفت بلکه اعمال و اقدامات انسانها بود، و این جنگها امروزه شهرت بدی مثلا در میان اکثر مسیحیان اروپایی دارد.

(***) همدارنګه د منځنیو پېړیو "صلیبي جنګونه" د بایبل په اساس نه وو، بلکې هغه بشري پېښې وې، او (صلیبي جنګونه) نن ورځ د ډېرو اروپايي عیسویانو ترمنځ یو بد نوم لري.

ويب پاڼه د "عيسی عليه السلام طريقې" یوه دمطالعې او پلټنې پروژه ده. ويب پاڼه د "عيسی عليه السلام طريقې" سوله ییزو اړیکو او د مذهبونو ترمنځ پخلاینې ته لاره هواروی. " د عيسی عليه السلام طريقې" له کليسا او نورو سازمانونو څخه آزادې دي او نه خو د پيغمبر او نه د سياسي اغيزو په پله ځي. د " عيسی عليه السلام طريقې" نه د مبلغينو په توګه کار کوي او نه هم له غړو څخه رایې غواړي.

ھوم پيج تہ بياتګ